د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د شته ټرانزیټي ستونزو د یوې برخې د حل لپاره د پاکستان د حکومت ژمنه

د وروستیو خبرو اترو په پایله کې چې د افغان سوداګریز پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ ترسره شوې، د پاکستان حکومت موافقه وکړه چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شته ترانزیتي ستونزو یو برخه حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس په داسی حال کې د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د جمعې په ورځ د روان لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲۶مه، د پاکستان سوداګرۍ وزارت له معین ښاغلي محمد صالح احمد فاروقي سره لیدنه ترسره، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډې پانګونې د پراختیا په اړه د بحث تر څنګ، ښاغلي فاروقي د بانکي تضمینونو لری کولو، د افغان سوداګرو په ټرانزیټي توکو د ۱۰ سلنه ټکس کمولو او په کراچۍ بندر کې د متوقف شویو کانتینرونو څخه ۹۰ سلنه کانتینرونو ته د انتقال اجازې ورکولو خبر ورکړ.

ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې او د پاکستان په کراچۍ بندر کې یې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د پاکستان له اقدام څخه مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان سوداګر به په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره مخ نه شي.

جمعه، لړم ۲۶مه، ۱۴۰۲