د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د سوداګرو ټرانزیټي ستونزو حل په موخه پاکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس په داسی حال کې د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله پاکستان ته د رسمي سفر ترڅ کې چې مشري يې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست کوله د پاکستان سوداګرۍ وزارت له معین ښاغلي محمد صالح احمد فاروقي سره لیدنه ترسره، او په کراچۍ بندر کې يې د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزې ورسره شریکې او د یادو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو په اړه چې په پایله کې یې له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو کانتینرونو د تګ راتګ مخه نیول شوې او ډیر شمیر مالي زیانونه يې سوداګرو ته اړولي دي خبرې وکړې او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره بند شوي کانټینرونه له مالي جریمې پرته خوشې کړي.
نوموړو دغه راز وړاندیز وکړ چې د شته ټرانزیټي ننګونو د حل او د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره باید د دواړو هېوادونو له خوا پر یوه عملي او مناسب میکانیزم کار وشي، څو په راتلونکي کې ورته ستونزې رامنځته نه شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د خبرو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ناستو کې چې ټاکل شوې ده سبا او بله ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او پاکستاني چارواکو په حضور کې ترسره شي په پورته یادو موضوعاتو به بحث او د نظر تبادله ترسره شي.

چهارشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۴۰۲