د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د وچو شیدو واردوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د وچو شیدو واردوونکو سره لیدنه ترسره او د ګمرکي تعرفې پر لوړوالي يې خبرې اترې وکړې.

د وچو شیدو واردوونکو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له خوا د وچو شیدو پر وارداتو د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي په اړه خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور یو مهم ملاتړی وباله او له واردوونکو یې وغوښتل، چې خپل وړاندیزونه او ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وړاندې کړي، څو اتاق وکولای شي د دوی ستونزې له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي.

ښاغلي شیرین آغا سخي د کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه د هېواد د هېواد د ځان بسیاینې په لور یو ګام وباله او د پورتنیو ستونزو د حل په موخه یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲