د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ازبکستان سوداګرۍ اتاق له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي په داسی حال کې چې، د زابل، لوګر، بلخ او هرات ولایتي اتاقونو مشرتابه او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د ازبکستان سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي اسلام سره آنلاین ناسته ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسلام د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزې ناستې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له خوا په تاشکند کې جوړه شي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په یاده ناسته کې د ګډون په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅولو او افغان سکتورونو د معرفي کولو په برخه کې د اتاق د هر ړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي خیرالدین مایل د دا ډول غونډو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې، د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او همدارنګه د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په برخه کې اړینې وبللې او په یاده ناسته کې د ګډون په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅولو ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲