د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له صادروونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق په مرکزي دفتر کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرونکو شرکتونو له استازو سره وکتل او د یادو شرکتونو پر فعالیت د لوړې ماليې په اړه یې خبرې اترې وکړې.  

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرونکو د قیمتي ډبرو په ځانګړي ډول د لاجوردو په صادراتو باندې د لوړې مالیې د زیاتوالي په برخه کې خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د پورته ذکر شویو ډبرو په صادراتو باندې د لوړې مالیې د کمولو په برخه کې يې د اتاق د مشرتابه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرونکو شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او په دې برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲