د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال د خصوصي سکتور له غړو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د وچې او تازه مېوې، درملو او ټوکر له یو شمېر صادرونکو او واردونکو سره لیدنه ترسره او د هندوستان سره د سوداګرۍ برخه کې يې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د بېلابېلو سکتورونو استازو له هند څخه افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی، د هندي سوداګرو له خوا د افغان سوداګرو د پیسو نه ورکول، هېواد ته د هندي درملو واردولو ته د پوره لاسرسي نشتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز باور نشتوالی سترې ننګونې وبللې او د یادو ستونزو او ننګونو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د هېواد د خصوصي سکتور غړو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، د یوې داسې کمیټې په جوړولو ټینګار وکړ چې د وارداتو او صادراتو ټول سکتورونه په کې ګډون ولري او له یادو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې خپل استازي په لیکلې بڼه اتاق معرفي تر څو د دوی د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړی شي.

چهارشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲