د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د UNDP له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي او د هېواد یو شمیر سوداګرو په شتون کې په افغانستان کې د UNDP له رئیس ښاغلي سټیفن روډریګز سره لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو ستونزو، د پانګونې شته فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو، د بانکدارۍ په برخه کې د ستونزو او د سیمې هېوادونو ته د افغان سوداګرو د پیسو لېږد، له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي او ترانزیتي ستونزو او له یوشمېر هېوادونو څخه د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او د UNDP له رئیس څخه يې د یادو ستونزو حل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یادې ادارې د پروژو تطبیق برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي سټیفن روډریګز د پورتنیو ستونزو په ګډون د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د (UNDP) دفتر د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغه دفتر د کوچنیو پروژو په پلي کولو کې په ځانګړې توګه د ښځینه متشبثینو ملاتړ برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق همکاري اړینه وبلله او په ګډو همکاریو يې ټینګار وکړ.

سه شنبه، لړم ۹مه، ۱۴۰۲