د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کوچنیو پورونو په کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د کوچنیو پورونو د کمپلکس له خوا د کوچنیو پورونو کنفرانس د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د افغانستان بانک سرپرست، په افغانستان کې د یوناما د دفتر رئیسې آغلې روزا اوتنبایوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي،  په ګډون پیل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د افغانستان د کوچنیو پورونو کمپلکس اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد اکبر سروري، د کار نړیوال سازمان استازو،  UNDP او IOM دفتر استازو، دیپلوماتانو د بهرنيو هېوادونو او د هېواد د يو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کابل په سرينا هوټل کې جوړ شو.

ښاغلي محمداکبر سروري د یاد ستر کنفرانس موخه د فرد او کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا او له بې وزلۍ سره مبارزه، د کوچنیو پورونو په سکتور کې د ننګونو په ګوته کول او اقتصادي وده وګڼله او له بهرنیو بنسټونو او کورنیو سکتوري څانګو څخه یې وغوښتل چې د پورته ذکر شویو اهدافو ته د رسیدو برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

آغلې روزا اوتنبایوا کوچنیو او متوسطه شرکتونو ته د مالي بنسټونو له خوا د پورونو ورکول د بې وزلۍ د کمولو، د اقتصاد د ودې او د کارموندنې په برخه کې مهم وبلل او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د نړیوال بانک پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان بانک رئیس د کوچنیو پورونو په اړه د قوانینو او طرزالعملونو یادونه وکړه او له هغو مالي بنسټونو څخه چې په دې برخه کې فعال دي، وغوښتل چې له دغه بانک څخه د خپلو فعالیتونو جواز ترلاسه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه ډول کنفرانس له تنظیموونکو مننه وکړه او په دې برخه کې یې له همکارو بنسټونو وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو له مخې کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته پورونه ورکړي.

ښاغلي مهمند د دغه شان کنفرانس د جوړیدو د هرکلي په ترڅ کې په هیواد کې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو لکه: د یو شمیر هیوادونو لخوا د ویزو نه ورکول په ځانګړې توګه د هندوستان د ویزو نه ورکول، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزې او د ځينو نورو ستونزو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د يوناما له مشرتابه او نورو اړوندو ارګانونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کوچنیو او متوسطو متشبثینو د ملاتړ په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لړم ۸مه، ۱۴۰۲