د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او خصوصي سکتور غړو د هېواد د اورګاډي پټلۍ د عوایدو له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود د اورګاډي پټلۍ عواید له رئیس او ټیم سره يې د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د تیرو کلونو د مالیاتو ورکړې د حل لارو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مایل احمدي د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې مالیه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو اصل وباله او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د اوسپنې پټلۍ له رئیس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او د مالیاتو ورکړې برخه کې يې د یادې ادارې له مسؤلینو څخه د مناسبو حل لارو لټولو غوښتنه وکړه.  

ښاغلي داوود یوسفزي او نورو سوداګرو د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو په موده کې له یادې ادارې څخه د نویو مالیاتو د راټولولو په برخه کې د خپلو ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او د اورګاډي پټلۍ له رئیس څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو له اورېدو وروسته د اورګاډي پټلۍ رئيس یاده اداره يوه خپلواکه اداره وبلله او ژمنه يې وکړه، چې د دولت له اړوندو مسوولينو سره په همغږۍ د سوداګرو د مالياتي ستونزو د حل په برخه کې به خپلې هیڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

دوشنبه، لړم ۸مه، ۱۴۰۲