د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تاشکند پانګه اچونې نړیوال کنفرانس په خصوصي پنلونو کې د افغان خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سیدو جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د کنفرانس په دویمه او دریمه ورځ کې د یاد کنفرانس نوښت، ټکنالوجۍ او خصوصي کولو پنلونو په ګډون د نورو اوو پنلونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب د افغان خصوصي سکتور شتو ستونزو او په ازبکستان کې د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي توکل احمدیار په دغو ناستو کې په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، خدمتونو او نورو برخو کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د رامنځته شویو بدلونونو او د اسلامي امارت د تاسیس په اړه په ځانګړي ډول په اداراتو کې د فساد د کمښت او په هېواد کې د پانګوالو لپاره د امنیت د تامین او همدارنګه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ښو رامنځته شویو شرایطو یادونه وکړه او په ازبکستان کې میشتو افغان سوداګرو او د نړیوالو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.