د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د کندهار اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد داوود قادري، د نفتو کمېټې رئیس ښاغلي راحت او د کندهار موټر لرونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله يې ملتیا کوله، له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د مرکز له لورې د استول شویو مرستو او په دی برخه کې د سپین بولدک اتاق د همکارۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې.
د سپین بولدک اتاق رئیس ښاغلي عبدالهادي د پاکستان څخه د افغان راستنیدونکو کډوالو ته د خصوصي سکتور د ترسره شويو مرستو په اړه د خپلې همکارۍ او همغږۍ په اړه بشپړ معلومات وړاندی او په دی برخه کې يې د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مرستو، د دغه ولایت د خصوصي سکتور، د سپین بولدک د دولتي چارواکو د همکارۍ او مرکز څخه د راستول شویو مرستو سالم مدیریت په تړاو يې د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هڅې وستایلې او مثبتې يې وارزولې.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور د مرستو په راټولولو او له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دغه مرکز د مرستو د لېږلو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او همکاریو یادونه وکړه او د ولایت له محترم مقام او بیړنیو حالاتو کمېټې سره یې شریکه کړه.
نوموړي د ولایت مقام او بیړنیو حالاتو کمېټې سره د همغږۍ په صورت کې، د پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د خصوصي سکتور د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
ورپسی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو له کمپ څخه چې د سپین بولدک په سیمه کې جوړ شوی وو، لیدنه وکړه. دغه راز نوموړي په سپين بولدک ولسوالۍ کې د حاجي ظاهر لخوا د جوړو شویو تاسيساتو، بازارونو، هټيو او مسجد څخه لیدنه ترسره کړه.پنجشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۴۰۲