د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هندوستان سورج کنج نندارتون څخه لیدنه وکړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، هند هېواد ته د خپل سفر په دویمه او درېیمه ورځ په سورج کنج نندارتون کې د یاد هېواد د تولیداتو، په ځانګړي ډول د قالینو او نورو افغاني محصولاتو غرفو څخه، لیدنه وکړه او د افغان سوداګرو پر ستونزو یې بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلی مهمند نندارتون ته له رسېدو سره سم، د نندارتون د رئیس لخوا ورته تود هرکلي وشو. نوموړي، د افغانستان د محصولاتو غرفې وکتلې، له افغاناوهندی سوداګرو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې چه دمجاهد صافی په دهلی کی دافغان سوداگرو دفترمسؤل لخوانه معلومات ورکول کیده واورېدې. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکوي او د اړتیا په صورت کې به هر ډول همکاري ترسره کړي.
ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون او پکې د شته فرصتونو په اړه د سورج کنج نندارتون رئیس ته معلومات ورکړل او هغه ته یې بلنه ورکړه چې د افغانستان په راتلونکي نندارتون کې ګډون وکړي او همدارنګه، د ITF او هندي سوداګرو ته د یاد نندارتون د ګډون لپاره هڅونه وکړي.
په همدې ډول، ښاغلي محمد یونس مهمند د خپل سفر په څلورمه ورځ د افغان سوداګرو دفتر ته لاړ، او په یاد دفتر کې یې له هندي سوداګرو سره وکتل. نوموړي، د افغانستان د پانګونې فرصتونه تشریح کړل او له هندي سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي. هغه، د حکومت د مشرتابه مقام لخواه د پانګونې به برخه کې د اسانتیاوو برابرولو د لارښونو او د حکومت د اقتصاد-محوره سیاست یادونه وکړه.
همداراز، ښاغلي مهمند، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ٢٩مه، له افغان سوداګرو سره جلا ناسته وکړه، د دوی ستونزې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو سره به د ستونزو د حل لپاره بشپړه همغږي رامنځته کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹مه، ۱۴۰۳