د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد ختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د کونړ له والي سره لیدنه ترسره کړه او د دې ولایت د پانګونې پر فرصتونو او د کونړ ولایت مقام د همکارۍ په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې ښاغلو: خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، ابوحمزه د کونړ والي او د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د ختیځ زون د سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و.
ښاغلي مایل احمدي، د دې لیدنې موخه د کونړ ولایت په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په استخراج او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو باندې خبرې کول یاد کړل. هغه د کونړ له والي څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او خصوصي سکتور سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصیر احمد عرب، د کونړ د متشبثینو او پانګهوالو سره د اتاق د مشرتابه پلاوي د غونډې په اړه معلومات ورکړل او د نوي تعمیر د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ د والي د ګډون غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي، د دې ولایت د کانونو او د لرګیو د صنایعو په برخه کې د پانګونې فرصتونه یاد کړل او د سوداګرو په ستونزو، په ځانګړي ډول د صنعتي لرګیو د انتقال او محصول اخیستلو په اړه خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې د کونړ د والي همکاري وغوښته.
محترم ابوحمزه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو راتګ ته هرکلی وویل او د پانګونې د ملاتړ او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د کونړ د محلي حکومت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کونړ له والي سره تر لیدنې وروسته، په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د بولۍ لپاره د سوداګرو او محلي چارواکو په ګډون جوړ شوي وو.
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳