د ایران د سوداګریزې ډلې لپاره د د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مېلمستیا

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ایران د سوداګریزې ډلې لپاره په کابل ستار هوټل کې یوه ضیافتي ناسته جوړه کړه. په دې ناسته کې د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلۍ خیرالدین مایل احمدي، د پانګونې مرستیال ښاغلي عصمت الله وردګ، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، سلطان محمد صافي، خان جان الکوزی، بهادر خیرخواه، سید پرویز سادات هوفیانی او داوود یوسفزی د اتاق مشرتابه پلاوي غړي، عبدالمتین قلندري د څارنې پلاوي منشي او د غزني د سوداګرۍ اتاق رئیس، سید جمیل سادات د کابل د سوداګرۍ رئیس، محمد انور عارفي د اتاق د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال، د ایران د سیستان او بلوچستان والي ښاغلی محمد کریمي او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر سوداګرو ګډون درلود.

ښاغلي محمد یونس مهمند، د ایران سوداګریزې ډلې راتګ ته ښه راغلاست ووایه او ایران یې د افغانستان پخوانی دوست او په دیني، فرهنګي او سوداګریزو اړیکو کې نږدې هېواد وباله. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړي ډول د صنعتي پارکونو په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال، ایران د افغانستان یو له مهمو ترانزیټي شریکانو څخه وباله او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې د چابهار په بندر کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او د ښاغلي قمي څخه یې په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند، د دواړو هېوادونو سوداګرو تر منځ د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړول د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو لپاره یوه غوره زمینه وګڼله او له ټولو ایراني سوداګرو یې وغوښتل چې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ایران هېواد ته د خپل کاري سفر د لاسته راوړنو او فعالیتونو معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور د ملاتړ او اسانتیاوو په برخه کې یې د افغانستان حکومت له هر اړخیزې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

ښاغلي حسن قمي، د ګډو سیمه ییزو سوداګریزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله. نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د ایران په بندرونو کې به د دوی ستونزې حل کړي.

 

 

یکشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۴۰۳