د افغانستان او ترکیې د خصوصي سکتور غړو ترمنځ سوداګریز پیوستون ناسته ترسره شوه

د ترکیې د اقتصادي ټولنې لخوا د افغانستان او ترکیې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غونډه په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خانجان الکوزي او بهادر خیرخواه د اتاق عامل پلاوي مالۍ او اداري مرستیال ښاغلي میر زمان پوپل، د ترکیې د اقتصادي ټولنې رئیس ښاغلۍ حسین اکچا او د دواړو هیوادونو سوداګرو او پانګوالو هم ګډون درلود، د پانګې اچونې فرصتونو پیژندلو او سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ترسره شوي.

ښاغلي محمد یونس مهمند، د ترکیې د سوداګریز پلاوي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ترکیې هیواد له سفارت او له اقتصادي ټولنې څخه د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او د ترکیې هېواد یې د افغانستان دوست ورور او د دیني او فرهنګي ارزښتونو په درلودلو سره وګنل.

ښاغلي مهمند، له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر ښه کولو، ټرانزیټ او د ګډې پانګونې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د هغه هېواد له سوداګرو یې وغوښتل چې اوسنیو فرصتونو ته په کتو سره په کانونو او په ځانګړي ډول د افغانستان د ډبرو سکرو په برخه کې پانګونه وکړي.

د اتاق لومړي مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا ارزښتناکه وبلل او د دغه هېواد د خصوصي سکټور له غړو يې وغوښتل، چې ترکيې ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د انډول د زياتوالي په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.

محترم حسین اکچا، د یادې ټولنې په تړاو زیاته کړه چې د ترکیې اقتصادي ټولنه هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور فرصتونه او ننګونې په ګوته کړي، هغه په راتلونکي کې هم د ورته غونډو په جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي هاشمي، فغانستان ته د ترکيې د خصوصي سکتور د غړو سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې ستر ګام وباله او په افغانستان کې يې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د ترکي سوداګرو د هڅونې په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

پنجشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۳