د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د جنوبی اسیا د سوداګرۍ نندارتون انلاین غونډه کې ګډون وکړ


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلی خیر الدین مایل احمدی د جنوبی اسیا د سوداګرۍ نندارتون په نوم د سارک غړو هیوادونو په انلاین ناسته کې ګډون وکړ او د جنوبی اسیا د غوره سوداګریز نندارتون او د سارک د غړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د

پیاوړتیا په پلانونو یې د بنګله دیش، مالدیف، هند، نیپال، بوتان او پاکستان له وړ استازو سره خبرې وکړې.

ښاغلی مایل احمدی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې نندارتون کې د ګډون لپاره یې د افغان سوداګرو لیوالتیا اعلانولو تر څنګ یې زیاته کړه چې په دې نندارتون یو شمیر مشهور افغان کمپنی برخه اخلئ او د کیفیت لرونکی افغان محصولات نندارې ته وړاندې کوی. هغه وویل، د دې نندارتونونو د جوړولو اهمیت د سیمې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ارزښتناک دی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چمتووالی او ملاتړ ډاډ یې ورکړل.

د غونډې په پای کې، د سارک د غړو هیوادونو استازو د سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت او د اقتصادی اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ. دوی دغه نندارتون د جنوبی اسیا په سیمه کې د سوداګرۍ او پانګونې په پرمختګ او د سارک د ټولو غړو هېوادونو لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې د بدلون ټکی وباله.

ټاکل شوې ده چې د جنوبی اسیا سوداګریز نندارتون د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۲ څخه تر ۴ پورې په سریلانکا کې ترسره شی، چې د سارک د غړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو د ښودلو او د دغو هېوادونو تر منځ د تجربو د تبادلې او سوداګریزو همکاریو لپاره لاره هواره کړی

 

شنبه، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳