د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ترکیې او پاکستان له سفیرانو سره یوځای د امام ابوحنیفه له دویم نندارتون څخه لیدنه وکړه

د ترکیې او پاکستان سفیرانو او د ایران ډيپلوماټانو په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند یې ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) د ملي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو محصولاتو او تولیداتو څخه لیدنه ترسره او او د ځینو غرفه لرونکو سره يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکو بیلا بیلو څانګو او سکتورونو د تشریح او معرفي کولو په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د هغوی د تولیداتو په معرفي کولو کې د پاکستان، ترکیې او ایران رول مهم وباله او د دغه ډول نندارتون جوړول یې د هیواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په لور یو ګام وباله.
 
ښاغلي مهمند له یو شمېر نندارچیانو او د ګډون کوونکو شرکتونو له مسوولینو سره د تولید په برخه کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دوی د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له خلکو وغوښتل چې د افغاني محصولاتو په کارولو او پېرلو سره د هېواد له توليداتو څخه ملاتړ وکړي.
 
د يادو هېوادونو سفيرانو او لوړ پوړو ديپلوماتانو د دغه شان ستر نندارتون د جوړېدو هرکلى وکړ او د سوداګرۍ د بهير د ښه والي او چټکتيا، د ګډې پانګونې د رامنځته کولو او يو شمېر نورو مسايلو په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۲