د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د کابل ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړیو د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر ښاغلي اوزهان آرطغرل سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.ښاغلي مهمند د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، زیاته کړه " دواړه هیوادونه د شاه امان الله خان د واکمنۍ دمخه هم د دوستۍ ، ورورولۍ او همکارۍ اړیکې درلودې او دا ځل دوی د افغانستان لپاره د سولې د پروسې هرکلی کوي او غواړي چې افغانانو ته د سولې راوستو کې مرسته وکړي."
نوموړي د ترکیې سفیر ته هغه ننګونې تشریح کړې چې د ترکیې سره د سوداګرۍ په برخه کې يې افغان سوداګر لري چې د ښې سوداګرۍ په وړاندی خنډ ګرځي او په دی برخه کې یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.ښاغلي عطايې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې داسې زمینه باید برابره کړی شي چې افغان متشبثین وکولی شي په اسانۍ سره د خپلو ترکي ورونو سره سوداګري وکړي. هغه د ویزې ستونزو حلولو سربیره، د ترکیې او افغانستان د بیلابیلو اقتصادي سکتورونو څخه سوداګریزو کنفرانسونو، ګډو نندارتونونو د په لاره اچولو او ګډو همکاریو غوښتنه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ ګډ اتاق رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ.ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانانو او ترکانو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو لیوالتیاوو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بازارونه د ترکي محصولاتو لپاره مناسب دي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ترکیه کولی شي چې خپل محصولات په افغانستان کې د نورو هېوادونو د محصولاتو ځای ناستي کړي ځکه چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی.ښاغلي اوزهان آرطغرل وویل چې په بیلابیلو برخو کې ځینې ستونزې شتون لري لکه د ویزې صادرولو ستونزه چې یوه تخنیکي ستونزه ده او موږ هڅه کوو چې دا ستونزې د ترکیې د موجوده قوانینو او طرزالعملونو سره سم حل کړو.نوموړي د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او د سوداګرو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په برخه کې وویل"آنلاین او د مخامخ لیدنې کانفرانسونه به ډیر ژر په لاره واچول شي ترڅو افغان پانګه وال او سوداګر وکولی شي د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه بحث وکړي."ښاغلي طغرل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ویزې ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور غړو معرفي کولو لپاره معتبره سرچینه وبلله او وی ویل چې د اتاق د نړیوالو اړیکو شعبې سره په یوه ګډ میکانیزم باندی کار کوي، ترڅو سوداګر وکولی شي په آسانې ویزې ترلاسه او ویزې يې بیا رد نه شي.د ترکیې سفیر ښاغلي طغرل یادونه وکړه چې د افغانستان او ترکیې د حکومتونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو لپاره یو ګډ کمیسیون به ژر تر ژره رامینځته شي ترڅو د اقتصادي همکاریو د پراخولو او شته ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
ښاغلي مهمند د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، زیاته کړه " دواړه هیوادونه د شاه امان الله خان د واکمنۍ دمخه هم د دوستۍ ، ورورولۍ او همکارۍ اړیکې درلودې او دا ځل دوی د افغانستان لپاره د سولې د پروسې هرکلی کوي او غواړي چې افغانانو ته د سولې راوستو کې مرسته وکړي."