د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غونډه په کابل کې ترسره شوه

د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ناستو په لړ کې، نن هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي او افغان سوداګرو په ګډون، د ازبېکستان د سوداګریز پلاوي او د هغه هېواد د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د کابل انټرکانټیننټال هوټل کې ګډه سوداګریزه ناسته ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د ازبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي سهراب، د خونې د مشرتابه او سلاکارانو یو شمېر غړو او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و، د پنبې، غوښې, هګیو، سمنټو، ګرانیټ ډبرو، درملو او نساجۍ په برخو کې د ۲۱ افغان او ازبېک شرکتونو ترمنځ د سل میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
ښاغلي ذلګي عظیمي، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د چټک پرمختګ یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډو پانګونو او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مولوي صدر اعظم عثماني، په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د جلب په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اغېزمنو فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل هڅه کوي څو د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه، د پانګوالو امنیت، د سوداګریزو تعرفو کمښت او افغانستان ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.
د ازبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي سهراب، د افغانانو له مېلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتې شوې دي. نوموړي افغانستان د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال وباله او په دې هېواد کې یې د ازبېکستاني سوداګرو او پانګوالو لپاره له رامنځته شویو فرصتونو ستاینه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د ازبېکستان له اویا څخه زیاتو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و، چې د بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې په موخه افغانستان ته راغلي دي.
 
پنجشنبه، غویي ۳۱مه، ۱۴۰۵