د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، او د خونې د سلاکار، ښاغلي اسدالله فروغیار، په شتون کې د عُمان هېواد د «مطبعه المدینه» شرکت له رئیسې، اغلې شهلا هوفر جمال سره د خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
اغلې شهلا هوفر جمال د خپلې کمپنۍ د فعالیتونو او ظرفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د چاپي سکټور په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د لایسنس جواز، سوداګریزو کارتونو، د زیږون کارتونو، پېژندپاڼو، پاسپورټونو او نورو چاپي خدمتونو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ. نوموړې همدارنګه د پانګونې د بهیر د اسانتیا او له اړوندو دولتي ادارو سره د لیدنو د برابرولو په برخه کې د خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سلیمانخېل د اغلې شهلا او د هغې د مل پلاوي د هرکلي ترڅنګ، د بهرنیو پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د خونې پر ژمنتیا او بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دا اداره به د پانګونې د اسانتیا په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونکړي. نوموړي همدارنګه د اړوندو حکومتي ادارو سره د هغوی د لیدنو د برابرولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اغلې شهلا یې وغوښتل چې د پانګونې برخه کې خپل وړاندیزونه په لیکلي بڼه له خونې سره شریک کړي، څو له اړوندو حکومتي مقاماتو سره مطرح شي.یکشنبه، غویي ۱۳مه، ۱۴۰۵