د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم او مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو په حضور کې د افغانستان د خصوصي رېل کنسرسیوم او د لیننکیوهایلنډ شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د رېل پټلۍ د ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د لوجیسټیکي خدمتونو د ښهوالي، د افغانستان او نړیوالو لارو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد اسانتیا او د ټرانسپورټي لګښتونو د کمولو په موخه لاسلیک شوی دی.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیعالله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطانزاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.