د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او ورسره مل پلاوي، چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د رېل پټلۍ د پرمختللو مدیریتي سیستمونو او د لانژو–سینکیانګ د چټک رېل پټلۍ له تمځای څخه لیدنه وکړه.
دا رېل پټلۍ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د ټرانسپورټ او لوجیسټیک په برخه کې د چین له مهمو زېربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي. دغه پروژه د چین لوېدیځې سیمې له منځنۍ اسیا سره نښلوي او افغانستان هم د حیرتان بندر له لارې له دې رېل پټلۍ سره نښلول شوی دی.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیعالله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطانزاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.