د خونې سلاکارانو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس مشورتي غونډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې له اقتصادي سلاکارانو سره د عمومي ریاست په دفتر کې مشورتي غونډه وکړه.
 
په دې غونډه کې ښاغلي هاشمي د خونې د فعالیتونو د لا زیاتې همغږۍ او اغېزمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خصوصي سکتور تر بل هر وخت منظمې طرحې، اغېزمنو اقتصادي پلانونو او د هېواد د اقتصادي بنسټونو ترمنځ دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې د سترو اقتصادي پروګرامونو په جوړولو، د پانګونې لپاره د غورو فرصتونو برابرولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو د پراختیا، د نویو پانګونو راجلبولو او په ملي اقتصاد کې د خصوصي سکتور د رول د پیاوړتیا له لارې لا فعاله او اغېزمنه ونډه واخلي.
د خونې عمومي رئیس همدارنګه ټینګار وکړ چې د راتلونکو مهمو موخو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره اړینه ده چې د اقتصادي سلاکارانو له ظرفیتونو، تجربو او تخصصي لیدلوریو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي. هغه له سلاکارانو وغوښتل چې د اقتصادي پروګرامونو د ښه والي، د پانګونې د ودې، د نویو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د ځای د پیاوړتیا په برخه کې خپلې عملي او د تطبیق وړ طرحې، نظرونه او وړاندیزونه د خونې له مشرتابه سره شریکې کړي.
وروسته، د خونې اقتصادي سلاکارانو د عمومي رئیس له لیدلوریو او لارښوونو څخه هرکلی وکړ او دا ډول غونډې یې د اقتصادي فعالیتونو د همغږۍ او د هېواد د خصوصي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام وباله. هغوی همدارنګه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د هر اړخیزو اقتصادي طرحو په جوړولو، د تخصصي سلامشورو په وړاندې کولو او د راتلونکو پروګرامونو په پلي کولو کې به د خونې له مشرتابه سره خپلې هراړخیزې همکارۍ جاري وساتي.
 
پنجشنبه، غويي درېیمه، ۱۴۰۵