په کابل کې د هند سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفیر، ښاغلي کرن یادوف سره د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
ښاغلي هاشمي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هند سفارت د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د شته ظرفیتونو او فرصتونو په یادولو سره وویل چې افغان سوداګر له هندي سوداګرو سره په همکارۍ د کرنې، کانونو او انرژۍ برخو کې د پانګونې لپاره چمتو دي. همدارنګه د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او صادراتو د اسانتیا لپاره د بدیلو ټرانزیټي لارو پر جوړولو هم ټینګار وشو.
د خونې عمومي رئیس د روغتیا برخه کې پانګونه مهمه وبلله او وړاندیز یې وکړ چې د هند د خصوصي سکتور او اړوندو شرکتونو په همکارۍ دې په بلخ ولایت کې یو معیاري روغتون جوړ شي. نوموړي د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي او د افغانستان د صادراتو په برخه کې د هند لا زیات ملاتړ وغوښت او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هند دولت له همکاریو یې مننه وکړه.
د هند سفیر د خونې د عمومي رئیس لخوا د مطرح شویو موضوعاتو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د هند د صادراتو حجم شاوخوا ۷۰ سلنه او واردات یې ۳۰ سلنه وو. هغه زیاته کړه چې د سوداګریزو اسانتیاوو په ځانګړي ډول د SAFTA تړون په چوکاټ کې د صفر تعرفې له امله هند تل د افغان توکو لپاره د لویو صادراتي بازارونو څخه شمېرل کېږي.
د هند سفیر د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې راتلونکې میاشت هند ته سفر وکړي او د هغه هېواد د سوداګرۍ خونو او نورو خصوصي بنسټونو له مشرتابه سره وګوري څو د لا زیاتو همکاریو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تاریخي او مهم رول وستایه او په دې برخه کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په پای کې، دواړو لورو د همکاریو پر دوام، د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
سه‌شنبه، غويي لومړۍ، ۱۴۰۵