د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي نن ماسپښین د بلخ له والي، ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ستراتیژیکو زېرمو د رامنځته کولو، نفتي توکو، مایع ګاز٬ لومړنیو توکو د برابرولو، د سوداګرو ستونزو او د بېکیفیته تېلو د وارداتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي هاشمي د هېواد د سوداګرۍ د اوسني وضعیت په اړه وویل: له نېکه مرغه د افغانستان خصوصي سکتور د حکومت په همکارۍ وتوانېد چې له دوو اساسي؛ د ځینو سوداګریزو لارو تړل کېدو او په سیمه کې د ناامنۍ رامنځته کېدو له ننګونو تېر شي. هغه زیاته کړه چې د دې ننګونو سره سره، افغان سوداګرو توانېدلي چې اړین لومړني توکي او تېل له بېلابېلو هېوادونو څخه په مناسبه بیه او کافي اندازه برابر کړي؛ په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې بیې لوړې شوي او د دغو توکو کمښت هم محسوس دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس یوځل بیا خلکو، حکومت او د بلخ والي ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د سوداګرو د هڅو او د حکومتي ادارو په همکارۍ به د خلکو د اساسي اړتیاوو په برابرولو کې هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي.
د بلخ والي، د ښاغلي هاشمي هرکلی وکړ او د هېواد د سوداګرو په هڅو خوښي وښوده، او د خلکو د اړتیاوو د برابرولو برخه کې یې له سوداګرو سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه چې د سوداګرو د ستونزو د حل او د بازار د وضعیت د ښه والي لپاره به اړینه او هر اړخیزه همکاري وشي. په مقابل کې، ښاغلي هاشمي هم ټینګار وکړ چې خصوصي سکتور د همکارۍ، د ستراتیژیکو زېرمو د جوړولو او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.