کابل ته د ازبیکستان د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو د پلاوي راتګ

د دوست هېواد ازبيکستان د اندیجان ولایت د والي په مشرۍ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیس، د سوداګرو او خصوصي سکتور په ګډون یو پلاوی د ازبیکستان د تولیداتو د نندارتون، سوداګریز تواصل کنفرانس، سوداګریزو او پانګونو غونډو د ترسره کېدو په موخه کابل ته راورسېد چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او مشرتابه پلاوي له لوري د پېژندګلوۍ تر لیدنې وروسته تود هرکلی شو.
 
شنبه٬ وري ۲۲مه، ۱۴۰۵