د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې د چارو ادارې او سکتوري خونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د سکتوري خونو او د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس، ښاغلي مولوي انجنیر احمد ضیا خالد، د کسبګرو د خونې رئیس، ښاغلي شیرین آغا سخي، د صنايعو او کانونو، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو خونو د مشرتابه پلاویو د یوشمېر غړو په ګډون د خونې د کنفرانس په تالار کې جوړه شوه.
 
ښاغلي امیني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د چارو ادارې څخه د مننې ترڅنګ چې تر دې دمه یې خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې کړي، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د هېوادونو اقتصادي بریا او وده یې د اړوندو ادارو ترمنځ په ښو همکاریو پورې تړلې وبلله او ده د ځینو پروژو د ناکامۍ یو اساسي لامل د لازمې همغږۍ نشتوالی او کم‌کاري وبلله او پر لا زیاتو همکاریو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي خالد، د خونې په مرکزي دفتر کې د دې غونډې له جوړېدو مننه وکړه او د پانګونې اسانتیا ریاست ترسره شوي کارونه یې د خصوصي سکتور د ملاتړې ادارې په توګه یاد کړل او ده د پانګونې په قوانینو او کړنلارو کې د کاري پروسو پر ساده کولو او همدارنګه د صادراتو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
د پروګرام په دوهمه برخه کې، ګډونوالو او د خونو استازو د موجوده ستونزو، د اسانتیاوو رامنځته کولو او د همغږۍ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د پروګرام د پای په برخه کې، ښاغلي خالد د اقتصادي کمېسیون له لوري د جوازونو د لا زیات ساده کولو طرحه یاده کړه او د دې ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ او د خونو له مسوولانو یې وغوښتل چې خپلې طرحې د لا زیاتې همغږۍ لپاره په لیکلي ډول د چارو ادارې ته وسپاري څو د خونې او نورو اړوندو ادارو سره په مشوره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار وشي.
 
دوشنبه، وري۱۷مه، ۱۴۰۵