د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له مرستیال سره د درملو سکتور د سوداګرو ستونزې شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو، ښاغلي عبدالله رحیمي، ګل‌میر امیني او حمیدالله حبیبي د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له ښاغلي مرستیال سره ولیدل او د درملو سکتور د سوداګرو اساسي ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
 
په دې ناسته کې د خونې مشرتابه د خوړو او درملو د لابراتواري ازموینو اوږدېدل، د درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې ته نه لاسرسی او د میربچه‌کوټ صنعتي پارک د بنسټیزو زېربناوو نه بشپړېدل د دې سکتور د عمده ستونزو په توګه مطرح کړل.
دوی همدارنګه په هېواد کې دننه د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د درملو د واردوونکو بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د خونې مشرتابه له ښاغلي مرستیال څخه وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د واردوونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې جدي پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ښاغلي مرستیال د وړاندې شویو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د میربچه‌کوټ صنعتي پارک به ډېر ژر د اړوندو بنسټونو په همغږۍ پرانیستل شي.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې د خوړو د لابراتواري ازموینو بهیر به تر دوه ورځو کې بشپړ شي او د سوداګریزو چارو د ځنډ مخنیوي په موخه به هڅه وشي چې لابراتواري خدمات په ۲۴ ساعته ډول وړاندې شي.
په پای کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه د خونې او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.
په دې لیدنه کې د درملو یو شمېر واردوونکو هم ګډون درلود.
 
پنجشنبه، کب اومه، ۱۴۰۴