د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو له هندي سوداګرو، ښاغلي ساجد او ښاغلي ایاز سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او د افغانستان او هند د سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي ساجد د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د خپل بشپړ چمتووالي یادونه وکړه او ویې ویل چې له بېرته ستنېدو وروسته به په هند کې له نورو هندي سوداګرو سره د افغانستان د پانګونو د شته فرصتونو رښتینی انځور شریک کړي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د خونو ترمنځ د ګډو ناستو د جوړولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي، او د خونې له مشرتابه یې وغوښتل چې د سوداګریزو اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي عظیمي د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ښه کېدو وبللې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو او مناسبو فرصتونو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې ژمنې ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي مطیعالله ګردېزي او د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني هم ګډون درلود.