د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور ستونزې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د محصولاتو او کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو او د بېلابېلو سکتورونو يوشمېر سوداګرو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو له مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالمتین سعید سر وکتل او د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې لیدنه کې، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د هېواد په ګمرکونو، د مالیاتو د ارزونې، ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخو کې د سوداګرو اساسي ستونزې یادې کړې او له ښاغلي سعید څخه یې وغوښتل چې د دغو ننګونو د حل لپاره جدي پاملرنه او اقدام وشي.
ښاغلي سعید د خونې د مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي همدارنګه د خونې له مشرتابه وغوښتل چې ټول یاد شوي موارد او ستونزې دې په لیکلې بڼه هم د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو له معینیت سره شریکې کړي.
په دې کتنه کې د مدیره پلاوي ښاغلیو غړو الحاج ابوعبیدالله هوتک او الحاج ګلمیر امیني هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، کب پنځمه، ۱۴۰۴