د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د دې خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو د ا.ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند له نوي وزیر سره وکتل.
په دې کتنه کې، د خونې پلاوي لومړی د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر د نوې دندې د پیل له امله مبارکي وړاندې کړه او وروسته یې د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د باروړونکو وسایطو د پړاو او نوبت اړوند ستونزې او د ټاکل شوې کمېټې وروستۍ پرېکړه تشریح کړه او د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همکاري مهمه وبلله.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د خونې د مشرتابه پلاوي ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې وزارت به یې د سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره هر ډول همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو هر یو الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني٬ الحاج مطیع الله ګردیزي او هېواد باز هم ګډون درلود.