د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې څلورمه غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې څلورمه غونډه د خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د خونې د سوداګریزو چارو مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د خدماتو د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عنایت الله صدیق زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس، ښاغلي الحاج ذبیح الله عمرخېل او د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني په ګډون د عمومي ریاست په دفتر کې جوړه شوه.
 
په پیل کې ښاغلي هاشمي د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل لپاره د خونې د مشرتابه د هڅو او همدارنګه د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې د لومړنیو توکو د بیو د لوړوالي د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، سره له دې چې د هېواد د سوداګرۍ پر وړاندې بېلابېلې ننګونې شتون لري، د خونې مشرتابه به په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو ډډه ونه کړي.
وروسته، د اجرائیه کمېټې د څلورمې غونډې اجنډا د دارالانشا د رئیس، ښاغلي الحاج ذبیح الله عمرخېل له لوري غونډې ته وړاندې شوه.
وروسته د خونې د عامل پلاوي راپورونه او وړاندیزونه د عامل پلاوي د رئیس له خوا مطرح شول او د مدیره پلاوي غړو ته په دې اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
په ټرانسپورټي سکتور کې د سوداګرو د ستونزو او د روژې مبارکې میاشتې موضوع په اړه له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د مرکز او ولایتونو ټولو خونو ته دې لارښوونه وشي څو خپل سوداګر وهڅوي چې د دې مبارکې میاشتې د درناوي په خاطر په بازارونو کې د بیو له لوړولو ډډه وکړي او همدارنګه د هېواد سوداګر باید د خپلې وسې مطابق د ټولنې له اړمنو او بېوزلو سره مرسته او همکاري وکړي. سربېره پر دې، د عامل پلاوي ریاست او د خونې د اجرائیه کمېټې له خوا پر مطرح شویو نورو موضوعاتو اړینې پرېکړې هم وشوې.
 
سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۴۰۴