د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د خونې د مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو د ازبیکستان د سردریا له والي، ښاغلي ارکین جان توردیموف، په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر، ښاغلي ایبیک عثمانوف او مل پلاوي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.د غونډې په پیل کې د سردریا والي، افغانستان ته د خپل سفر اساسي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، په ځانګړي ډول د سردریا او کابل ولایتونو ترمنځ همکاري وبلله او ویې ویل چې ازبیکستان تل هڅه کوي له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي.نوموړي د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې د افغان مخکښو سوداګرو د یوه پلاوي په مشرۍ سردریا ولایت ته سفر وکړي او همدارنګه یې وړاندیز وکړ چې د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ او د دواړو هېوادونو د لویو ولایتونو ترمنځ د ګډې خونې د جوړېدو په برخه کې عملي همکارۍ او هڅې وشي.ښاغلي هاشمي د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د شته ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد خصوصي سکتور له ازبیکستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي زیاته کړه چې د سردریا د والي سفر او د ګډو همکاریو پیاوړتیا کولای شي د تېرو کلونو په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه زیاته کړي.ښاغلي هاشمي د سردریا د والي د بلنې او د ګډې خونې د جوړېدو د وړاندیز هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړ. نوموړي له والي وغوښتل چې ازبیکستاني سوداګر او لوی پانګوال وهڅوي څو د اقتصاد په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د اوسپنې د کانونو د کېندنې په برخه کې پانګونه وکړي؛ دا وړاندیز د سردریا والي له لوري ومنل شو او په دې اړه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.په دې ناسته کې د خونې سوداګریز مرستیال، ښاغلي ګلبهار حبیبي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي عبدالنافع بارکزي، د خونې د دارالانشاء رئیس، ښاغلي ذبیحالله عمرخېل، د خونې عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د سردریا ولایت د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیس او یو شمېر مخکښو ازبیک سوداګر هم ګډون درلود.دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۴۰۴