د افغانستان او د روسیې د داغستان جمهوریت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه وشوه

د افغانستان او د روسیې د داغستان جمهوریت د سوداګرو ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د مدیره پلاوي د یو شمېر محترمو غړو، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، افغان سوداګرو او د روسیې فدراسیون د سوداګریز قونسل، ښاغلي بوجین بولکوف په مشرۍ د داغستان جمهوریت د سوداګریز پلاوي په ګډون د خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
 
ښاغلي بارکزي د ښاغلي بولکوف او مل پلاوي هرکلی وکړ او دا غونډه یې د افغانستان او داغستان د شرکتونو پېژندنې، د هغوی د تولیداتو پېژندنې، د سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه د نظرونو د تبادلې او هوکړه لیکونو د لاسلیک لپاره ښه فرصت وباله.
ښاغلي بولکوف د خپل دوهم سفر یادونه وکړه او ویې ویل چې دا سفر د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او بېلابېلو توکو د تبادلې په موخه ترسره کېږي، او هیله یې څرګنده کړه چې دا سوداګریز سفر به مثبتې پایلې ولري.
وروسته د دواړو هېوادونو سوداګرو د سکتورونو په کچه بحثونه وکړل او څو هوکړه لیکونه یې لاسلیک کړل.
د خونې د عامل پلاي رئیس، محمد ولي امیني په اخر کې د افغانستان او داغستان جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د سوداګريز تواصل دغه ناسته يو مهم پيل وباله او زیاته یې کړه، د دې ناستې په پایله کې د ټرانسپورټ، غوړیو او وریجو په برخو کې له یو میلیون او پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په زیات ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسليک شول.
 
پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه، ۱۴۰۴