د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو تګ راتګ لارو د بندښت د ستونزو د ارزونو په موخه د یوناما د مرستیال، ښاغلي انډریکا راټواټه سره آنلاین غونډه وکړه.ښاغلي انډریکا په نږدې راتلونکي کې د پاکستان هېواد ته د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندښت په ګډون، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وشي او ده د خونې له عمومي رئیس وغوښتل چې په دې اړه د خصوصي سکتور نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو بندښت د دواړو هېوادونو د خلکو او خصوصي سکتور په زیان وباله او د سوداګرو د ستونزو حل په موخه یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو د ګډو هڅو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.ښاغلي هاشمي د پاکستان له حکومت وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي، له قید او شرط پرته د سوداګریزو او ټرانزیټي مالونو پرمخ دې د تګ راتګ دغه لارې پرانېزي او په راتلونکي کې د دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.ورپسې، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمدولي امیني د افغانستان–پاکستان د سوداګریزو لارو د بندښت او د اقتصادي او سوداګریزو منفي اغېزو په اړه تازه او جامع معلومات وړاندې کړل چې په صادراتو، وارداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو یې کړی دی.په دې غونډه کې د خونې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د پانګونې برخې مرستیال، الحاج زلګي عظیمي، د خونې د خدماتو برخې مرستیال، الحاج عنایتالله صدیقزي، د مدیره پلاوي غړي، الحاج یوسف یوسفي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلي الحاج همایون خواجهزاده او یو شمېر نورو نورو سوداګر هم ګډون درلود.دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۴