دغه ناسته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه، په کې د خونې سوداګریز مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د مدیره پلاوي غړي، الحاج ګلمیر امیني، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ولي امیني، د خوراکي توکو د خوندیتوب د برخې عمومي رئیس، مولوي عبدالله حامد او د هغه تخنیکي پلاوي، د خوراکي توکو او درملو یو شمېر واردوونکو او تولیدوونکو هم ګډون درلود.ښاغلي بارکزي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او له ګډونوالو سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په نوبت سره د خوراکي توکو له معینیت سره شریکې کړي.د درملو او خوراکي توکو سوداګرو او واردوونکو د خوراکي توکو او درملو د ټېسټ او همدارنګه په ګمرکونو، په ځانګړي ډول د فراه په ګمرک کې خپلې بنسټيزې ستونزې د خوړو توکو له معینیت سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.ښاغلي حامد د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي په موخه د حکومت د مشرتابه له خوا د نافذ قانون په اړه معلومات وړاندې کړل او د خوراکي توکو او درملو د واردوونکو د شته ستونزو د حل په برخه کې، په ځانګړي ډول د فراه ولایت په ګمرک کې، د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.پنجشنبه، سلواغې۱۶مه، ۱۴۰۴