په کابل کې د ایران سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، ښاغلي ډاکتر علیرضا بیکدلي او د دې سفارت تجارتي اتشې، ښاغلي حسین روستایي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د وروستیو ترسره شویو اقداماتو او رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د توکو د لېږد د پړاو چټکتیا، د ټرانزیټي خدمتونو د ښه‌ والي، په بندرونو او سرحدي لارو کې د عملي اسانتیاوو د رامنځته کولو او همدارنګه د سوداګریزو لارو په اوږدو کې د ټرانسپورټي بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا پر دوامداره ملاتړ یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي سکټور د فعالانو او سوداګرو لپاره د اغېزمن تګ‌ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړ.
همدارنګه د دوغارون-اسلام‌قلعه د ټرانزیټي لارې د پراختیا موضوع او شپږو لینونو ته د دې لویې لارې د غځولو طرحه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اندازې د ډېروالي موضوع تر بحث لاندې ونیول شوه.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي بیکدلي او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ایران له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو هرکلی وکړ او د لا ډېرو سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د دې اړیکو د لا پياوړتيا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د خونې عمومي رئیس د سوداګرو د ویزو د صادرولو پر ستونزو هم خبرې وکړې چې دا مهال یوازې په ځانګړو زونونو پورې محدودې دي، او د ایران له سفیر یې وغوښتل چې دا محدودیتونه لرې شي څو د یوه زون سوداګر وکولای شي په نورو زونونو کې هم د ایران ویزې ته لاسرسی ولري چې دا غوښتنه د ایران د سفیر له لوري ومنل شوه.
د ایران سفیر ښاغلي هاشمي ته بلنه ورکړه څو ایران ته سفر وکړي او د هغه هېواد له سوداګرو او د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره لیدنې وکړي چې ښاغلي هاشمي هم ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ایران ته سفر وکړي.
 
سه‌ شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۴۰۴