د کابل والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د کابل ولایت له والي، ښاغلي مولوي امین‌الله عبید سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په هېواد کې د پانګونو د شته فرصتونو او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس ډاډ ورکړ د هېواد سوداګر چمتو دي څو د روژې په مبارکه میاشت کې هېوادوالو، په ځانګړي ډول د کابل درنو ښاریانو ته په مناسبه بیه خوراکي توکي برابر کړي او دغه راز د ښاغلي والي له لوري هم د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.
 
دوشنبه، سلواغې۱۳مه، ۱۴۰۴