د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یوناما د سیاسي څانګې له رئیس، ښاغلي سکاټ سمیټ او د یوناما د اقتصادي اړیکو مسوول ښاغلي، کارول سره د خونې په عمومي ریاست کې وکتل او د خصوصي سکتور د اوسني وضعیت او پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.ښاغلي سمیټ د خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د ملاتړ په برخه کې د یوناما د دفتر د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او له ښاغلي هاشمي یې وغوښتل چې د افغانستان-پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو د بیا پرانیستلو او د تېرو څو میاشتو په لړ کې د بدیلو لارو د موندلو په برخه کې د خونې وروستۍ لاسته راوړنې ورسره شریکې کړي څو د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.ښاغلي هاشمي د هغو وروستیو انلاین ناستو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل چې د هغوی په غوښتنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د تګ راتګ لارو د بیا پرانیستلو په موخه ترسره شوې وې.هغه وویل، د تګ راتګ لارو تړل د پاکستان له لوري شوي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد او خصوصي سکتور ته زیان رسوي.د خونې عمومي رئیس همدارنګه ټینګار وکړ چې د بانکي تعزیراتو او د ټرانزیټي اسانتیاوو له نشتون سره سره، د افغانستان خصوصي سکتور توانېدلی د بدیلو لارو په ګټنې د سیمې هېوادونو سره خپله سوداګري پر مخ یوسي او د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو هېڅ ډول کمښت نه احساسېږي.په دې لیدنه کې د خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلی الحاج آرین ذلګي عظیمي، د خونې سلاکار، عبدالظهور مدبر او د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو مسوول، عبدالمتین غالب هم ګډون درلود.یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۴۰۴