د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د ولایتي خونو مسوولانو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو په ګډون د باروړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په اړه غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، محمد ولي امیني په مشرۍ، د خونې د عامل پلاوي د اداري مرستیال، میرزمان پوپل، یو شمېر سوداګرو، ټرانسپورټرانو او د ولایتي خونو د مسوولانو په ګډون د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د باروړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل او همدارنګه په دې برخه کې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د شفاهي لارښوونو د عملي کولو په موخه انلاین غونډه وشوه.
 
ښاغلي امیني د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د شته ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ګډونوالو، همدارنګه د ولایتي خونو مسوولانو او هغو سوداګرو چې په آنلاین توګه ګډون کړی وو، وغوښتل چې د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه په ډاګه کړي.
ټرانسپورټرانو، د مرکز او ولایتونو سوداګرو او همدارنګه د ولایتي خونو مسوولانو د باروړونکو وسایطو د پړاو او نوبت د تخنیکي ستونزو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او په خپلو څرګندونو کې یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په پای کې، ښاغلي امیني د مرکز او ولایتونو د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د وړاندې شویو نظرونو او وړاندیزونو د جمعبندۍ په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې خپل دغه نظرونه او وړاندیزونه په رسمي او کتبي بڼه د روان لمریز ۱۴۰۴ کال د سلواغې تر ۱۱مې(شنبې) ورځې پورې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مرکزي دفتر ته واستوي څو د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ د یادو ستونزو د حل هڅې وشي.
 
شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۴۰۴