د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، محترم محمد ولي امیني او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر، ښاغلي ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ د امیرالمؤمنین حفظهالله د شفاهي لارښوونې د تطبیق او د خصوصي سکتور د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه، د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په تړاو د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
ښاغلي عمري د غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل او د بار وړونکو وسایطو د نوبتي پړاو په برخه کې یې د سوداګرو، صنعتکارانو او ټرانسپورټي شرکتونو نظرونه او ستونزې واورېدې.
ښاغلي امیني د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت په برخه کې د سوداګرو پر شته ستونزو خبرې وکړې او ویې ویل چې دا موضوع د هېواد د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو له اساسي ننګونو څخه ده، چې د سوداګرو د توکو په لېږد کې ځنډ او د مالي لګښتونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
نوموړي له ښاغلي وزیر څخه وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د بار وړونکو وسایطو د پړاو او نوبت د طرزالعمل تخنیکي بیاکتنه ترسره شي او د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو مشروع غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د مالیې وزارت، د هېواد د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو هم ګډون درلود.