د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د څلورم پړاو څلورمه نوبتي غونډه جوړه شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د څلورم پړاو څلورمه نوبتي غونډه د خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د مرستیالانو، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس او همدارنګه د مدیره پلاوي د اکثرو ښاغلو غړو په ګډون د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې جوړه شوه.
 
په پیل کې، ښاغلي هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي دندې او مسوولیتونه مهم وبلل.
نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلب، د خصوصي سکتور د ودې، اقتصادي پرمختګ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد خلکو ته د خدمت برخه کې د خونې د مشرتابه د غړو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
ورپسې، د دارالانشا رئیس، الحاج ذبیح‌الله عمرخېل د مدیره پلاوي د ناستې د اجنډا موضوعات، غونډې ته وړاندې شول.
وروسته د عامل پلاوي راپورونه د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ولي امیني له لوري غونډې ته وړاندې شول.
دغه راز، د مدیره پلاوي د دوهمې او درېیمې غونډې د پرېکړو تر بحث او تصویب وروسته، د مدیره پلاوي د تخصصي کمېټو د رئیسانو د ټاکلو، د اجنډا د نورو مواردو، او همدارنګه د مدیره پلاوي د ښاغلو غړو او عامل پلاوي د وړاندیزونو په اړه بحث وشو او د یادو شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د نورو مهمو پرېکړو ترڅنګ له ډېر غور، دقت او‌ ارزونو وروسته د خونې د ۲۱ تخصصي کمېټو لپاره رئیسان وټاکل شول.
 
یکشنبه، مرغومې ۲۸مه، ۱۴۰۴