د تېلو د چاڼخونې جوړولو برخه کې د یوې چینایي کمپنۍ له متخصصینو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تېلو د چاڼخونې جوړولو برخه کې له یو شمېر چینایي متخصصینو سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د چینایي پانګوالو د پانګونې پر لېوالتیا خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د پانګونې شرایط مناسب دي او چینایي کمپنۍ کولی شي په بېلابېلو اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د کانونو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د خونې عمومي رئیس زیاته کړه چې د سوداګرۍ خونه هڅه کوي څو د افغانستان په داخل کې د تېلو د چاڼخونې د جوړولو لپاره یو لوی سهامي شرکت رامنځته کړي. په همدې تړاو، له چینایي متخصصینو سره چې په چین کې د تېلو د چاڼخونې د جوړولو پراخه تجربه لري د دې پروژې پر تخنیکي او جوړښتي موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشول.
د غونډې په پای کې، چینایي متخصصینو د خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړه چې چین ته د دوی له کمپنۍ لیدنه وکړي څو د چاڼخونې جوړولو پر طرحې او ډیزاین په تفصیل سره بحث او د نظرونو تبادله وشي.
 
پنجشنبه، مرغومې۱۸مه، ۱۴۰۴