د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، الحاج مولوي عطاءالله عمري سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سبزیجاتو لپاره د شنو خونو او سړو خونو جوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د دې شنو خونو او سړو خونو په جوړېدو سره به افغانستان د کرنیزو محصولاتو ساتنې او سبزیجاتو واردولو د کمښت په برخه کې پر ځان بسیا شي.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د مطرح شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په تړاو د همکاریو ژمنه وکړه.
 
چهارشنبه، مرغومي۱۰مه، ۱۴۰۴