د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د هندوستان له یو شمېر متخصصینو سره د نفتي توکو د یوې چاڼخونې د جوړولو طرحې په اړه چې د ورځې ۱۵زره بېرله ظرفیت لري، وکتل او په اړه یې بحثونه وکړل.
په دې لیدنه کې هندي متخصصینو د یوې معیاري نفتي توکو د چاڼخونې د جوړولو هر اړخیزه طرحه او تخنیکي نقشه افغان لوري ته وړاندې کړه چې ټاکل شوې په بلخ ولایت کې جوړه شي.
د ناستې پر مهال د دې مهمې پروژې د تخنیکي ځانګړتیاوو، د تولید ظرفیت، نړیوالو معیارونو او د تطبیق پړاوونو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه ټینګار وشو چې دغه چاڼخونه به په افغانستان کې د یوه سهامي شرکت له لارې تاسیس شي چې کولای شي د انرژۍ د سکتور په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د نفتي توکو د وارداتو په کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.