د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې درېیمه غونډه د خونې د عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د عمومي ریاست په دفتر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج حبیبالله عمر، د خونې د خدماتو مرستیال، الحاج عنایت الله صدیقزي، د خونې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال، الحاج عبدالنافع، د مدیره پلاوي د مالي چارو رئیس، الحاج خلیلالله خیرخواه، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، الحاج ذبیحالله عمرخېل او د خونې عامل پلاوي رئیس، الحاج محمد ولي امیني ګډون درلود.
په پیل کې، د اجرائیه کمېټې د درېیمې غونډې اجنډا د الحاج ذبیح الله عمرخېل، لهخوا ګډونوالو ته وړاندې شوه.
وروسته، د خونې د عامل پلاوي راپورونه او وړاندیزونه د الحاج محمد ولي امیني لهخوا غونډې ته وړاندې شول او غړو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.
د عامل پلاوي د رئیس لهخوا د مطرح شویو موضوعاتو او همدارنګه د اجرائیه کمېټې نورو مهمو مسایلو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.