د هېواد یو شمېر سواګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرباته پلاوي سره خپلې اساسي ستونزې شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خدماتي مرستیال، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال، الحاج عبدالنافع بارکزي، د خونې د بورډ د ځینو غړو په حضور کې، د هېواد له یو شمېر مطرحو سوداګرو سره د خونې د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
سوداګرو خپلې ستونزې د خونې له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي صدیق‌زي، د سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ د رامنځته شویو ستونزو حل په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.
وکړل.
 
 
یکشنبه، لیندۍ۹مه، ۱۴۰۴