د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي پلاوي مرستیال، الحاج فیض احمد خوافي د هرات والي، مولوي نور احمد اسلامجار، او د خونې غړي محمد یونس قاضيزاده د ایران د خراسان رضوي له والي، غلام حسین مظفري سره وکتل.
دواړو لوریو د اقتصادي همکارۍ پر ډېرولو، سوداګريزو اړیکو پراختیا او د سوداګريزې راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
وروسته د خراسان رضوي ولایت پلاوي د هرات په سوداګريز مرکز کې د دواړو خواوو د سوداګرۍ خونو په ګډه ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې، خوافي د هرات او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړو خواوو ترمنځ د ګډو سوداګریزو او پانګونو پروژو پیلولو لپاره پراخ ظرفیتونه موجود دي.
ورته مهال غلام حسین مظفري، د هرات د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر اهمیت وغږېد او ویې ویل: "د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چې د دولتي او خصوصي کچې سوداګري او پانګونه پراخه کړي."
د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې د خونې رییس، محمد رضا توکلي زاده، له افغانستان سره د ګډو سوداګريزو او پانګونو پروژو په عملي کولو کې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
همداراز، په دې غونډه کې د ایران–افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس، محمود سادات او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي غړیو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.