د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د څلورم پړاو درېیمه غونډه ترسره شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي درېیمه غونډه د الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د عمومي رئیس، په مشرۍ، د مرستیالانو، د مدیره پلاوي د مالي او دارالانشاء رئیسانو او د مدیره پلاوي د زیاترو غړو په ګډون، د خونې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې، ښاغلي سید کریم هاشمي د ګډونوالو هرکلی وکړ، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ دنده یې په اوسني حالت کې خورا مهمه وبلله او د خصوصي سکتور د ودې، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونو جلب، اقتصادي پرمختګ، د کارموندنې رامنځته‌کولو او د خلکو د خدمت په برخه کې یې د مدیره پلاوي پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
ورپسې، د غونډې د اجنډا موضوعات د حاجي ذبیح الله عمرخېل، د دارالانشاء رئیس، له لوري غونډې ته وړاندې شول.
همداراز، د عامل پلاوي راپورونه د محمد ولي امیني، د عامل پلاوي رئیس، له خوا وړاندې شول. د مدیره پلاوي د دندو لایحې، د دیورند فرضي کرښې دواړو خواوو کې د سوداګرو د مالونو د بند پاتې کانتینرونو برخلیک، د مدیره پلاوي د ځانګړو کمیټو جوړول، او نور وړاندیز شوي موارد تر بحث لاندې ونیول شول او اړوند پریکړې وشوې.
 
 
یک شنبه، د لړم 25 مه، ۱۴۰۴