د هېواد یو شمېر نامتو سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه سره، د پاکستان سره د رامنځته شویو سوداګریزې ستونزې شریکې کړې

ښاغلی الحاج حبيب‌الله عمر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستيال، او ښاغلی الحاج عنايت‌الله صديقي‌زی، د خدمتي چارو مرستيال، د مشرتابه پلاوي د يو شمېر غړو او د عامل پلاوي د مرستيالانو په شتون کې، د هېواد له ګڼ شمېر نامتو سوداګرو سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی د ستونزو په اړه يې مفصل بحث وکړ.
سوداګرو د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د فرضي ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې رامنځته شوې ستونزې د زرګونو افغان او پاکستاني سوداګرو د مالونو د کانتينرونو د درېدو سبب شوې دي. هغوی خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او دا حالت يې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور او خلکو په زیان وباله.
يادو سوداګرو غوښتنه وکړه چې د نړيوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) قانون او د (اپتا) تړون مواد دې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په چارو کې عملي شي. همدارنګه یې د خونې له مشرتابه پلاوي وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ او د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ، د دوی ستونزې وڅېړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو مالونو د تګ راتګ لارې بېرته پرانېزي.
د خونې مشرتابه پلاوي، د سوداګرو د نظرونو او ستونزو تر اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به له اړوندو دولتي چارواکو سره شريکې کړي او د يادې ستونزې د حل په موخه به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.
 
 
دوشنبه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۴